د افغانستان لویدیځ ولایتونه سختو زلزلو ولړزول نور جزیات دلته لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139588-د_افغانستان_لویدیځ_ولایتونه_سختو_زلزلو_ولړزول_نور_جزیات_دلته_لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی نن غرمه مهال د ۱۱ بجو په شاوخوا کې څو زورورو زلزلو د ‎افغانستان لویدیځ ولایتونه ولړزول.
(last modified 2023-10-07T10:10:29+00:00 )
Oct 07, 2023 14:31 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی نن غرمه مهال د ۱۱ بجو په شاوخوا کې څو زورورو زلزلو د ‎افغانستان لویدیځ ولایتونه ولړزول.

د حمیدي په نوم د ‌هرات ولايت يوه اوسېدونکي تهران پښتو راډيو ته ویلي، چې زلزلې ډېرې زورورې وې او د هرات ښاریان یې اړ اېستل چې له خپلو کورونو ووځي.

په هرات سربېره د بادغیس ولايت اوسېدونکو هم د څو زلزلو د ټکانونو خبر ورکړی دی.

په هرات کې د څلورمې او پنځمې زلزلې له امله ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو کورونو وتلي او د سړک غاړې ته پراته دي.

د امریکا د زلزله پېژندنې مرکز بيا د افغانستان په لویدیځ کې څلورمه زلزله ثبت کړې چې مرکز یې د «زنده جان» په ولسوالۍ کې وو.

د دغه مرکز  د معلوماتو پر بنسټ، لومړۍ زلزله د رېښتر په مقياس شپږ اعشاريه دوه او دويمه زلزله د رېښتر په مقياس په ٥،٥ درجې رامنځته شوه، چې مرکز يې د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ کې وو .

تراوسه ددغو زلزلو د زيانونو په اړه څه ندي ويل شوي خو په ځينو ويډيو ګانو کې ليدل کيږی چې مالي زيانونه يې اړولي دي.