په افغانستان کې د انسان دوستۍ مرستې په سم ډول نه ویشل کیږي
خلیل الرحمن حقاني پر اروپائي اتحادئې غږ کړی چې مرستې دې ددغه هیواد خلکو لپاره د سرپناه د برابرولو ،په روغتیائي، تعلیمي او نورو اساسی او بیخ بینائي پروژو کې ولګوي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو وزیر په دغه هیواد کې د اروپائي اتحادئې له مسئولې سره په کتنې کې په دغه هیواد کې د بشری مرستو دویش په څرنګوالي سختې نیوکې وکړې.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرّحمنم حقاني پرون مازدیګر په افغانستان کې ددغې اتحادئې د سفیرله مرستیالې او د مینځنۍ آسیا لپاره دا روپائي اتحادئې د پراختیائي مرستو له مسئولې سره په کتنې کې پخپل هیواد کې ددغې اتحادئې د ملګرتیا په قدرونې سره ووئيل،اعلان شوي مرستې ډيرې زیاتې دي،البته مثبته نتیجه ئې نه لیدل کیږي.
هغه په افغانستان کې د مرستو ضائع کیدا ته په اشارې سره زیاته کړې ده،په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې زیاتره مرستې په داسې چاروکې مصرفیږي ، چې ضرورت ئې نه وي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، خلیل الرحمن حقاني پر اروپائي اتحادئې غږ کړی چې مرستې دې ددغه هیواد خلکو لپاره د سرپناه د برابرولو،په روغتیائي، تعلیمي او نورو اساسی او بیخ بینائي پروژو کې ولګوي.
دواړو لورو په دغې کتنې کې همداراز د افغان مهاجرینو دمشکلاتو،د هرات د وروستۍ زلزلې له امله د ترینګلتیاؤ او له زلزله ځپلو سره دمرستو د څرنګوالي په باب خبرې اترې کړي دي.