طالبانو په زوره د افغان کډوالو په ایستنې نیوکه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143360-طالبانو_په_زوره_د_افغان_کډوالو_په_ایستنې_نیوکه_کړې_ده
د رییس‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، یو ځل بیا د کډوالو په جبري ایستلو نیوکه کړې او دا یې د ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
(last modified 2023-12-18T07:09:53+00:00 )
Dec 18, 2023 11:33 Asia/Kabul

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، یو ځل بیا د کډوالو په جبري ایستلو نیوکه کړې او دا یې د ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

نوموړي دغه څرګندونې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت لخوا په کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې. 

ښاغلي حنفي زیاته کړې؛ سرپرست حکومت وکولای شول، چې د راستنېدونکو کډوالو د جبري ایستنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستیال وویل چې ځينو ګاونډيو هېوادنو د افغان مهاجرینو جبري شړل پیل کړي او د دواړو هیوادونو تر منځ د کرکې لامل شوي دي.

 ښاغلی حنفي وايي، چې تر اوسه له پاکستانه څه باندې ۵۸ زره کډوالې کورنۍ راجستر شوي او تر ۱۳ زره ډېرې کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

 د هغه په وينا، تر اوسه د کډوالو پر لېږد څه باندې ١٢ ميليونه افغانۍ لګول شوي او ٦٤ زره ٣٩١ کسانو روغتيايي خدمات ترلاسه کړي دي.

په دې غونډه کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وویل چې ځینې کوربه هیوادونه له افغان مهاجرینو سره د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف ناوړه چلند کوي او اړوند نړیوال بنسټونه باید د دغه نامناسب چلند د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

ښاغلی حقاني زياتوي؛ له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وشي.

حقاني ټينګار وکړ ، چې افغان کډوال باید خپل هېواد ته په ارامه او له خپلو ملکیتونو سره ستنېدو ته پرېښودل شي.

ښاغلی حقاني وايي: له اووه میلیونو زیات افغان کډوال په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي او سرپرست حکومت راستنېدونکو افغان کډوالو ته لازم امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې دي.

رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند هم د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي؛ سرپرست حکومت په خپل ټول توان سره راستنېدونکو کډوالو ته خدمات وړاندې کوي او دا د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامي امارت د خپلو هېوادوالو خدمت ته ژمن دی.

نوموړي د نړی په هېوادونو او د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو غږ کړی، چې په نړۍ او ګاونډ کې دې د افغان کډوالو د جبري اخراج، ځورونې او په دوی د روان ظلم مخه ونیسي.