په افغانستان کې دپانګونې اندازه له شپږ میلیارډ ډالرو واوښته
(last modified Fri, 29 Dec 2023 11:08:24 GMT )
Dec 29, 2023 15:38 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دپانګونې اندازه له شپږ میلیارډ ډالرو واوښته

د افغانستان د طالبانو حکومت په دغه هیواد کې د داخلی او بهرنیو پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.له دې امله په لسګونو داخلی اوبهرني  شرکتونه ،  دافغانستان په مختلفو  برخو کې تر لس میلیارډ او ۶۵۴میلیون ډ الرو په  ارزښت سره د پانګونې غوښتونکي شوي دي.

ایرنا خبری آژانس راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومتي کابینې اقتصادي مرستیال  ووئيل،په تیر یوه کال کې په افغانستان کې د  کانونو د ویستنې،د بریښنا دمنتقلونې او بیخ بینائي تاسیساتو په برخو کې د پانګونې ټول ټال ارزښت  څه دپاسه شپږ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی دی.

د افغانستان د طالبانو دحکومتی  کابینې د  مطبوعاتی دفتر د اعلامیې په اساس، په تیر یوه کال کې د کانونو ،بریښنا د منتقلونې او بیخ بینائي تاسیساتو په برخو کې داخلی اوبهرنیو پانګونو اندازه  څه دپاسه شپږ میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده او دغه بهیر هماغه راز دوام لري.

په دغې اعلامیې کې راغلی دي،د افغانستان د طالبانو حکومت په دغه هیواد کې د داخلی او بهرنیو پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.له دې امله په لسګونو داخلی اوبهرني  شرکتونه ،  دافغانستان په مختلفو  برخو کې تر لس میلیارډ او ۶۵۴میلیون ډ الرو په  ارزښت سره د پانګونې غوښتونکي شوي دي.

د افغانستان د طالبانود حکومت د اقتصادي مرستیال دفتر په دغې اعلامیې کې وئیلي دي،ټاکل شوې ده دغه ډله په نزدې راتلونکي کې د بریښنادتولید، دتجارتي  مرکزونو او سیمې په تیره بیا د اقتصادي مرکزونو،ټرانسپورټ، الیکټرانیکي برخې،د ګمرکاتو د بهیر د آسانولو پشمول په مختلفو برخو کې له داخلی او بهرنیو شرکتونو سره  تړونونه لاسلیک کړي.

باید ووئيل شی چې  په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې زیاتره برخه دچین د حکومت په وسیله ترسره شوې ده .

 

ټیګونه