جبري اقدامات سپکوونکي او خطرناک دي
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رئیسې د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د ځوانو ښځو او نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي چې «دا نيونې لویه بدنامي لري او ښځې له زيات خطر سره مخ کوي».
يوناما پرون پنجشنبه، د طالبانو له لوري د اسلامي حجاب او قوانينو د نه رعايتولو په ادعا سره، د ښځو او نجونو د خپلسرو نيونو په اړه اعلاميه خپره کړې او ژوره اندېښنه يې ښوولې ده.
د يوناما په اعلاميه کې راغلي چې په کابل کې «زيات شمېر ښځو او نجونو ته اخطار ورکړل شوی او يا هم نيول شوي دي». همدا راز د يوناما په وينا، د ډايکندي په مرکز نيلي ښار کې هم ښځې او نجونې نيول شوي دي.
روزا اوتنبايوا ويلي چې «د افغان ښځو او نجونو لپاره د فزيکي تاوتريخوالي په ګډون، جبري اقدامات سپکوونکي او خطرناک دي». «نيونې لویه بدنامي لري او افغان ښځې له نور خطر سره مخ کوي. دا چاره عمومي باور ختموي.»
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بیا وايي چې يو شمېر ښځې چې «بې حجابي» يې دودوله، تنبيه شوې دي.