Mar 05, 2024 05:07 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د شري ناروغۍ زرګونه تازه پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د تېر نوامبر راهیسې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوي او یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۷ زره پېښې ثبت شوي دي.

دغه سازمان د یکشنبې ناوخته د کب په ۱۳مه په یو راپور کې ویلي: " د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه په مجموعي ډول د شري ۷ زره او ۱۷۹ شکمنې پېښې او پر دغې ناروغۍ د مړینې ۲۹ پېښو رپوټ ورکړل شوی دی."

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د پنځه زره او ۷۰۰ څخه زیاتې پېښې چې د ټولو پېښو ۸۰ سلنه جوړوي، د پنځه کلنو څخه ښکته عمره ماشومان پرې اخته شوي وو.

د سمنګان، بلخ، فراه او خوست ولایتونه په پراخه کچه د شري ناروغۍ د خپرېدو له امله، په ترتیب سره د لومړي، دویم، درېیم او څلورم مقام اخیستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د تېرکال د نوامبر میاشتې راهیسې په صعودي ډول د شري ناروغۍ حرکت ته په کتنې سره ویلي چې د ژمي د هوا سړېدل او د حفاظتي پروګرامونو نشتون، کیدای شي د دې زیاتوالي لامل اوسي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۵ زره د شري مشکوکو پېښو د ثبت او پر دغې ناروغۍ د ۶۴ کسانو مړینه ثبت کړې وه.

ددغه سازمان د راپور پر اساس، د تېرکال د ټولو ثبت شویو پیښو شاوخوا ۱۸ زره یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان وو.

ټیګونه