ننګرهارکې ۸ زره کیلو ګرامه بې کیفیته شین چای سوزول شوی
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې د څوارلس زره امریکایي ډالرو په ارزښت شاوخوا اته زره کیلو ګرامه بی کیفیته شین چاې له بازاره راټول او د محکمې له پرېکړې وروسته وسوزول شو
د یاد ولایت د خوړو او درملو ادارې رئیس حافظ عبدالحی عباس وایي: د جلال اباد ښار له بېلا بېلو پلورنځیو څخه د څوارلس زره ډالرو په ارزښت شاوخوا اته زره کیلوګرامه شین چای چې په لابراتواري څیړنو کې بې کیفیته بلل شوی وو، د محکمې له پریکړې وروسته له ښاره وتلې په یوه خوندي سیمه کې وسوزول شو.
نوموړي ویلي: کوم چاې چې دوې له بازاره راټول کړی وو، نه یوازې دا چې طبیعي نه وو بلکې د هغه کیمیاوي موادو رنګ ورکول شوی وو، چې څښاک یې د انسان روغتیا ته خورا له خطره ډک دي.
د همدې ادارې د غذایي خوندیتوب برخې مشر ډاکترنعیم الله ایوبي وایي، په دې ورستیوکې په هېواد کې د سرطان ناروغۍ پیښې خورا زیاتې شوي چې یو لامل یې همدا په کیمیاوي موادو ککړو خوراکي توکو مصرفول دي.