ننګرهار کښې یوه کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې یو تن د خپلې کورنۍ درې تنه غړي په ډزو وژلي دي.
امنیتي چارواکي وایي د پېښې عامل یې د تیښتې پر مهال نیولی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي وایي تیرماښام د روژه ماتي پرمهال د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند عظیم اباد سیمه کې یوتن خپله میرمن، زوې او د زوي میرمن په ډزو ویشتلي دي.
زابلي وویل د پیښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لورې روغتون ته لیږدول شوي خو پر وینا یې د سختو ټپونو له امله درې واړو په روغتون کې ساه ورکړه.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل د پیښې عامل د تېښتې پرمهال د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی او دا مهال د امنیه قوماندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې په څانګه کې تر توقیف او پوښتنو ګرویګنو لاندې دی.
زابلي د پېښې دلامل په اړه څه نه دي ویلي خو وايي قاتل به زر عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د خپل منځي شخړو او ترې رامنځته شوې مرګ ژوبلې پېښې خورا زیاتې شوي چې د ډیرو پیښو لامل اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی بلل شویدی.