Mar 25, 2024 10:03 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی لغمان ولایت کې د باراني اوبو زیرمه کولو په موخه د وړو بندونو جوړولو چارې پېل شوې.

چارواکي وایي د دې بندونو د جوړولو چارې به په دوه میاشتو کې بشپړې شي.

د لغمان ولایت کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو ریس مولوي محمد حسن محسن وایي د اسلامي امارت مشرتابه فرمان له مخې د لغمان ولایت په پنځه ګونو ولسوالیو دولت شاه، الیشنګ، الینګار، بادپښ او قرغه یي کې د باراني اوبو زیرمه کولو په موخه د وړو بندونو جوړولو چارې پېل شوې.

نوموړي وویل پر دې بندونو چې چارې به یې  د دوه میاشتو په موده کې بشپړې شي پنځلس ملیونه افغانۍ لګښت راځي.

مولوي محسن وویل هر بند به د شل زره متر مکعبو اوبو د زیرمه کولو وړتیا ولري.

د لغمان ولایت کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو ریس وویل د دې بندونو په جوړیدو سره به د سیلابونو له امله د زمکو د تخریب او ویجاړیدو مخه ونیول شي او ورسره به په سیمه کې د اوبو وچې شوې چینې او کاریزونه بیا ځلي تاند شي.

 د لغمان اوسیدونکي هم د حکومت ددې اقدام ستاینه کوي او وایي د سیمې اوسیدونکو ته به د کاري زمینې پر برابرولو سربیره د وچکالۍ مخینوی وشي او ورسره به زرګونه جریبه کرنیزه مکه خړوبه شي.

 د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې د افغانستان په څلور سوه شل ولسوالیو کې د باراني اوبو زیرمه کولو په موخه واړه بندونه جوړیږي چې لګښت یې د حکومت له بودجې ورکول کیږي.

 

ټیګونه