Mar 27, 2024 09:35 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي په دې مرکز کې به کان کیندونکي او سوداګر په قانوني بڼه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پلور ترسره کوي.

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور دا مرکز د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې پر فعالیت پېل وکړ.

 د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال «شیخ ضیا الرحمن اریوبي» د دې مرکز د پرانستې پرمهال وویل په دې مرکز کې به د ختیځو ولایتونو ،  ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو سوداګر ، کان کیندونکي  او سوداګریز شرکتونه په قانوني بڼه خپلې قیمتي او نیمه قیمتي ‌ډبرې لکه نفرایت،کرومایټ او نورې د پلور او نندارې لپاره وړاندې کړي.

شیخ ضیا الرحمن اریوبي وویل  د کانونو او پترولیم وزارت په پام کې لرې چې د هیواد په بېلابېلو برخوکې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور او نندارې دا ډول مرکزونه جوړ کړي چې پر وینا یې له یوې خوا به د کاني زیرمو د قاچاق مخه ونیول شوي او له بله پلوه به د قیمتي او نیه قیمتي ډبرو پیر او پلور  قانوني بڼه غوره کړي.

که څه هم چې په ننګرهار ولایت کې  تر دې وړاندې په غیر منظم ډول د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پیر او پلورتر سره کیده خو دا لومړی ځل دی چې د کانون او پترولیم وزارت له لورې دا ډول یو مرکز پرانستل کیږي.

 تیرکال هم په جلال اباد کې د یو شمیر افغان او چینایي پانګه والو له لورې په جلال اباد کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور لپاره د یو مارکیټ د پرانستلو هڅې پېل شو ې وې خو هغه مهال په کابل کې د چینایي پانګه والو پر استوګنځي د وسله وال برید له امله د دې مرکز د فعالیت دپېل چارې هم وځنډیدې.

 

 

ټیګونه