افغانستان له ایران سره تجارت نوره هم پراخوي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت وزارت ویندوی د ایران له اسلامی جمهوریت سره د تجارتي او سوداګریزو چارو د لاپراختیا اوژورتیا خبر ورکړ.
زمونږخبریال د طلوع نیوز له قوله راپور راکړ، د افغانستان د تجارت اوصنعت د وزارت ویندوي اخوندزاده عبدالسلام په یولړ څرګندونو کې ووئیل، سږکال په پسرلي کې له ایران سره د افغانستان هم صادرات او هم واردات دتیر کال په نسبت زیات شوي دي.
له دې مخکې خبری سرچینو دروان لمریز کال په لومړنیو درو میاشتو کې افغانستان ته د ایران دغیر تیلی صادراتو ارزښت تر یوسل درویشت میلیون ډالرو زیاتیدا خبر ورکړی ؤ.
په همدې زمینې کې په کابل کې د ایران د سفارت تجارتي سلایار حسین روستائي هم وئیلي دي، افغانستان په وچې کې یو کلابند هیواد دی چې یوازې دپاکستان د کراچۍ بندر او د ایران د چابهار بندر له لارې آزادو اوبو ته لاس رسی لري او د خپلو اړتیاؤ څه دپاسه نوي فیصدي برخه په تیره بیا له ایرانه د وارداتو له لارې تامینوي.
حسین روستائي ددې خبرې په کولو سره چې دایران اسلامی جمهوریت تل د افغانستان لومړنی تجارتی شریک دی ،ووئیل؛ دکابل حکومت ددغه هیواد په تجارت کې ترټولو کم دخالت لري اوخصوصي برخه پخپل همت سره کارونه پر مخ بیائی.
د ایران او افغانستان دخلکو ښې اړیکې،ایران ته د افغان ښاریزو تګ راتګ او په ایران کې له څه دپاسه څلورو لسیزو راهسې د افغان کډوالو شتون سبب شوی دی افغانان یوډول د ایران اسلامی جمهوریت خپل دوهم وطن وګڼي.
افغانستان د ایران دصادراتي شیانو اوم مقصد دی او د ایران د ګمرکاتو درسمي احصایو په اساس،په ۱۴۰۲لمریز کال کې او د ایران د اسلامی جمهوریت د صادراتی هدف په هیوادونو کې له افغانستان سره ترټولو لوړ مثبته تجارتي راشه دیرشه ثبت شوې ده.