حریدي یهودیانو د صهیونیسټي رژيم په پوځي مرکز حمله وکړه
په نیواکي ټاټوبو کې د حُریدي یهودیانو یوې ډلې له تل ابیب سره نزدې د صهیونیسټي رژيم پر پوځي مرکز حمله کړې ده.
زمونږخبریالل د عربی ۲۱ چینل له قوله راپور راکړ، خبری سرچینو له تل ابیب سره نزدې د حُریدي یهودیانو دیوې ډلې د یرغل خبر ورکړی او وئيل شوي دي د ؛یروشالمي ؛ غورځنګ د حُریدي یهودیانو په لسګونو کسانو په ؛تل هاشومر؛ صهیونیسټي پوځي مرکز حمله کړې څو هغه حُریدي یهودیان چې د عسکرۍ لپاره نیول شوي وو، له دغه مرکزه وباسي.
دغو یهودیانو نوموړي پوځي مرکز ته له نفوذه وروسته د حُریدیانو د دندې د خدمت په ضد شعارونه ورکړل او دهغوی عسکري ئې له مرګه ډیره بدتره وبلله.
حُریدي یهودیان چې د صهیونیسټانو د آبادۍ کابو یو میلیون درې لکه وګړي دي او د صهیونیسټ رژیم په پارلیمان او کابینې کې نماینده هم لري.
د یهدوت هتوراه او شاس ګوندوه د اسرائیلو په پارلیمان کنسټ کې په ټول کې اتلس څوکۍ لري.
د حُریدي یهودیانو دسربازۍ دخدمت او هغو معافیّتونو موضوع چې ددوي لپاره په نظر کې نیول شوې ده ، د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو ورسوته د صهیونیسټي ګوندونو او سیاسی ډلو ټپلو په یوې اختلافی موضوع بدله شوې ده.په داسې حال کې چې دنتنیاهو مخالفان ددغه معافیّت په لغوه کولو پسې دي ، نتنیاهو چې د خپل ائیتلاف په دړې وړې کیدا اندیښمن دی ، په دې پسې دی چې دتروخت په څیر دد حُریدي یهودیانو د دندې د خدمت له موضوع تیر شي.