سږکال په افغانستان کې ۳۸ زره نورې نجونې ښوونځیو ته له تلو محرومې شوې
Sep 19, 2024 07:04 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې سږکال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی خلاص کړی او نور ښوونځي ته نه شي تلای.
دې بنسټ پرون (چهارشنبه، ۲۸ د وږي) د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو د بندیز د درېيمې کلیزې په مناسبت دا شمېرې خپرې کړې دي.
یونیسف ویلي، چې له دې ۳۸ زره نجونو پرته شاوخوا ۱.۵ میلیونه نورې نجونې چې وړاندې يې شپږم ټولګی خلاص کړی وو، د طالبانو له دې امر څخه زیانمنې دي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال په وږي میاشت کې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
دې ډلې وروسته پوهنتونونه او خصوصي زده کړایز مرکزونه هم د نجونو پر وړاندې وتړل.