په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو او میندو شمېر زیات شوی دی
(last modified Tue, 22 Oct 2024 07:43:17 GMT )
Oct 22, 2024 12:13 Asia/Kabul
  • په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو او میندو شمېر زیات شوی دی

د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون ویلي چې، په افغانستان کې د ماشومانو او امیندوارو او شېدې ورکوونکو میندو د خوارځواکۍ کچه په شدت لوړه شوې ده.

د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون د اندېښنې په ښودلو سره ویلي یې چې دا مهال په ټول افغانستان کې درې میلیونه او ۲۰۰زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۸۴۰زره امیندواره او شېدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه فدراسیون د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۱مه په خپله ایکس‌پاڼه د یوه ګډ راپور په خبرولو سره زیاته کړې چې له دې شمېره ۱.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ او په خبره یې له مړینې او کمزوري ادراکي فعالیتونو درلودونکي حالت سره مخ دي.  

د راپور له مخې، د دې ماشومانو او میندو تر ټولو لوړه کچه د افغانستان په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې ده.

په کندهار کې له پنځو کلونو کم عمره له یو لک او درې زرو زیات ماشومان او نږدې ۴۲زره امیندواره او شېدې ورکوونکې میندې او په پکتیکا ولایت کې بیا نږدې ۴۸زره ماشومان او له ۱۷زرو زیاتې امیندواره او شېدې ورکوونکې میندې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ په ویډیویي پیغام کې ویلي چې دوی په خوارځواکۍ اخته میندو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو هڅې کوي.

 

ټیګونه