حامد کرزی: د پاکستان خیر په ښه ګاونډیتوب کې دی
Aug 29, 2025 12:14 Asia/Kabul
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او خوست د پاکستان هوایي بریدونو په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
کرزي ټینګار کړی چې د پاکستان ګټه د افغانستان سره په ښه ګاونډیتوب او د نړیوالو اصولو په مراعتولو کې ده.
هغه ویلي، پاکستان د خپلې سیمې د ناسمو تګلارو له پایلو سره مخ دی، خو د افغانستان د حاکمیت سرغړونه او پر افغانانو بریدونه یې نشي ژغورلی.
پاکستان وړمه شپه د ننګرهار په شینوارو او د خوست په سپېره ولسوالیو کې ډرون بریدونه کړي، چې له امله یې درېیو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
ټیګونه