یونیسف: د افغانستان ښوونیز سیسټم له لویو ننګونو سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د افغانستان ښوونیز سیسټم له لویو ننګونو سره مخ دی، خو د بیا رغونې فرصت لا هم شته.
دغه بنسټ، نن پر خپله اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، د نجونو پر منځنيو زده کړو د بندیز لېرې کول او پر لومړنيو زده کړو پانګونه د هرې نجلۍ او هر هلک د زده کړې د تضمین لپاره اړینه ده.
یونیسف زیاته کړې، په افغانستان کې د زده کړو ملاتړ د تېرو لاسته راوړنو د ساتنې او د هېواد د راتلونکي پرمختګ د تضمین لپاره اړین دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تر دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان ښوونیز نظام د کلونو جګړو له امله سخت زیانمن شوی او له دوو میلیونو زیاتې نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو ترڅنګ، د کورنیو اقتصادي ستونزې او وروستۍ زلزلې دغه ښوونیز ناورین لا پسې پېچلی کړی دی.