دکابل حکومت دافغانستان پر ۶۲فی صدی برخې تسلط لری .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i24808-دکابل_حکومت_دافغانستان_پر_۶۲فی_صدی_برخې_تسلط_لری_.
زمونږ خبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپوروراکړ په افغانستان کې دناټو ځواک قوماندان جنرال جان نکلسن وویل دکابل حکومت دم ګړۍ دافغانستان په ۶۲فی صدی برخې کنټرول لری او طالبان هم د دغه هیواد پر لس فی صدې برخې قبضه لر ی.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Sep 11, 2016 17:42 Asia/Kabul
  •   دکابل حکومت دافغانستان  پر ۶۲فی صدی برخې تسلط لری .

زمونږ خبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپوروراکړ په افغانستان کې دناټو ځواک قوماندان جنرال جان نکلسن وویل دکابل حکومت دم ګړۍ دافغانستان په ۶۲فی صدی برخې کنټرول لری او طالبان هم د دغه هیواد پر لس فی صدې برخې قبضه لر ی.

  نیکلسن  همداراز روښآنه کړې ،  دافغانستان  پرنورې ۲۵فی صدی برخې  د حکومتی ځواک او طالبانو ترمینځ جنګ روان  دی  چې  د کندوز ،هلمند ،زابل وپکتیا اوپکتیکا  ولایتونو پشمول ځینی سیمې  وخت  په وخت   لورو ترمینځ لاس په لاس کیږی .

  هغه زیاته کړې ،  دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې  دنښتو زیاتیدا  نه یوازې  دمرګ ژوبلو دزیاتیدو لامل شوی  بلکې  دامنیتی ځواک د روزنو بهیر  ئې هم له مشکلاتو سره مخامخ کړی دی .

 جنرال نکلسن  ویلی دی ،  دافغانستان دامنیتی ځواک  زورنه اوپیاوړتیا په داسې حال کې چې  دغه ځواک  په جنګ بوخت دی ،  دامریکا اوناټو لپاره ډیره سخته ده .

 دناټو دقوماندان دغه څرګندونې په داسې حال کې  دی چې  امریکا  په ۲۰۰۱کال کې   په افغانستان  دلښکر کشۍ په وخت  ژمنه ورکړې وه چې  دطالبانو  او القاعدې ترهه ګرې ډلې په ځپلو سره  دغه هیواد ته امنیت  اوثبات بیرته ستنوی ،  نه یوازې ئې په دغې دمودې کې دافغانستان امنیت تامین کړی نه دی ،بلکې   ورځ تربلې  لاخراب شوی او   دعامو خلکو  مرګ ژوبلې  هم پکې لازیاتې شوی دی .