دحکمتیار د حزب اسلامی په ضدبه ټول بندیزونه لغوه شی
Sep 15, 2016 14:27 Asia/Kabul
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان دسولې دلوړې شورامرسیال عبدالخبیر اوچغون ویلی امریکا ،اروپا او دملګروملتو امنیت شورا ژمنه ورکړې چې دکابل دحکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دحزب اسلامی ګوند ترمینځ دسولې دموافقې له لاسلیک کیدا وروسته د دغه ګوند په ضدبندیزونه لغوه کوی .
اوچغون وویل، دحزب اسلامی ګوند یوه غوښتنه دبندیزونو لیرې کول وو او دکابل حکومت ددې موضوع لپاره ډیره هڅه کړې ده .
داڅرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی چې ټاکل شوې وه ، له حزب اسلامی ګوند سره د دافغانستان دسولې موافقه دروانې اونۍ په پیل کې او د دقربانۍ له لوئ اختر مخکې لاسلیک شی خو ځینی موردونه داسې وو چې دغه موافقه له اختره وروسته وخت ته وځنډیده .
ټیګونه