دطالبانوپشمول درست مخالفان دې دسولې له بهیر سره یو ځای شی .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i26707-دطالبانوپشمول_درست_مخالفان_دې_دسولې_له_بهیر_سره_یو_ځای_شی_.
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی له حزب اسلامی ګوند سره دسولې دموافقې دلاسلیک کولو په دستورو کې پخپلې وینا کې وویل اوس دطالبانو اونورو وسله والو مخالفانو لپاره ښه فرصت دی څو وښئ دافغانستان دملت ترڅنګ دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2016 13:21 Asia/Kabul
  • دطالبانوپشمول درست مخالفان دې دسولې له بهیر سره یو ځای شی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی له حزب اسلامی ګوند سره دسولې دموافقې دلاسلیک کولو په دستورو کې پخپلې وینا کې وویل اوس دطالبانو اونورو وسله والو مخالفانو لپاره ښه فرصت دی څو وښئ دافغانستان دملت ترڅنګ دی

اشرف غنی  په دې خبرې کولو سره چې  په افغانستان کې  دوینې بهیدا دوام به دپردیو په ګټه  وی ، خبرداری ورکړ ، که  مخالفان په افغانستان کې  جنګ ته  دوام ورکړی ، نو دهغوی ماهیّت به له تیر وخته لازیات  ایشوا شی .

 دافغانستان ولسمشر  روښانه کړه ، دکابل دحکومت او حزب اسلامی  ترمینځ دسولې دموافقې  لاسلیک کیدا وښودله چې   دواړه لوری  دوسلې لپاره کلک هوډ لری  او په افغانستان  کې  دجنګ دپای غوښتنه کوی .

 دافغانستان دحزب اسلامی ګوند مشر  هم چې وینا ئې دویډیو ئی  کنفرانس له لارې خپره شوه  دسولې دموافقې دلاسلیک کولو په  وخت ئې   په افغانستان کې  دبهرنیو عسکرو  دشتون دپای  په ضرورت په ټینګار سره  ویلی دی ، بهرنی عسکر همدااوس  په هیواد کې  جنګ اووینې بهیدا ته دوام ورکوی خو هیڅکله  به دجنګ بریالی نشی .. هغه دغه موافقه   یوه بین الافغانی موافقه وبلله  او زیاته ئې کړه دجنګ ختمیدا او دامنیت تامینیدا، دافغان ولس  یوه اساسی  اړتیا ده .