دافغانستان په جنوب کې دکندهار اروزګان ستره لاره پرانیستل شوه .
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان په جنوب کې دکندهار اروزګان ستره لاره چې طالبانو ډلې په وسیله تړل شوی وه ، بیرته پرانیستل شوې ده .
دکندهار ولایت د شاولی کوټ ولسوالۍ دپولیسو قوماندان باچا نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، امینتی مامورانو په یولړ عملیاتو کې دغه ستره لاره چې له څلویښتو ورځو راهسې طالبانو تړلې وه ، بیرته پرانیستې ده .
په عین حال کې دافغانستان په کندهار کې د پوځ قوماندان هم ویلی دی چې دکندهار اروزګان دلارې په پرانیستونکو عملیاتو کې کابو دوه نوی طالبان وژل شوی او څه دپاسه شپیته نور ټپیان شوی هم دی
هغه ویلی دی ، په دغو عملیاتو کې همداراز درې افغان عسکر هم وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی او امنیتی ځواک دغه راز څه دپاسه یو سل اویا ماینونه هم شنډ کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد هم نن له مونږسره په لنډ تماس کې مدعی شوی چې دغزنی ولایت په ده یک ولسوالۍ سره نزدې بر افغان عسکرو برید کړی چې له امله ئې د صادق په نامه دهغوی یو قوماندان پشمول لس عسکر وژل شوی او دولس نور ټپیان شوی دی . دغه راز په دغې حملې کې پنځه ټانکونه هم تباه شوی دی .