له ټرامپه د افغانستان د حزب اسلامی د مشر غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i31747-له_ټرامپه_د_افغانستان_د_حزب_اسلامی_د_مشر_غوښتنه
د افغانستان د حزب اسلامی مشر د امریکې له نوی منتخب ولسمشره وغوښتل چې له افغانستانه دې فوځونه وباسی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2016 10:46 Asia/Kabul
  • له ټرامپه د افغانستان د حزب اسلامی د مشر غوښتنه

د افغانستان د حزب اسلامی مشر د امریکې له نوی منتخب ولسمشره وغوښتل چې له افغانستانه دې فوځونه وباسی.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې ګلبدین حکمتیار د امریکې نوی غوره کړې شوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته په یو لیک کښې له هغۀ درخواست وکړ چې په افغانستان کښې د امریکائی فوځیانو موجودګی د دغه هېواد او افغان ملت لپاره هیڅ ګټه نه لری نو غوره دا ده چې امریکه زرترزه له افغانستانه خپل فوځیان وباسی.

ټرامپ ته د حزب اسلامی د مشر په لیک کښې راغلی دی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په افغانستان کښې د امریکې پینځلس کلن جنګ نه یوازې څه لاسته راوړنه نه ده لرلې بلکه د دغه هېواد د امنیتی حالاتو د لا سختېدو سبب شوے دے.

---------