له تور لېسټه د حکمتیار د نوم وېستل د امریکې نوښت دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i37354-له_تور_لېسټه_د_حکمتیار_د_نوم_وېستل_د_امریکې_نوښت_دے
د افغانستان د سیاسی مسائلو کارپېژاندی وویل: د ملګرو ملتو له تور لېسټه د حزب اسلامی د مشر نوم وېستنه د روسیې لپاره سوال رابرسېره کوونکې شوې ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 05, 2017 10:54 Asia/Kabul
  • له تور لېسټه د حکمتیار د نوم وېستل د امریکې نوښت دے

د افغانستان د سیاسی مسائلو کارپېژاندی وویل: د ملګرو ملتو له تور لېسټه د حزب اسلامی د مشر نوم وېستنه د روسیې لپاره سوال رابرسېره کوونکې شوې ده.

د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې وحید مژده وویل، په دوه زره وړومبی کال کښې د نیویارک د نړیوال مرکز له چاودېدلو سره په ارتباط کښې د افغانستان د حزب اسلامی په مشر د تور لګېدو باوجود  د امریکې په نوښت سره له تور لېسټه  د حکمتیار نوم وېستل کیږی.

هغه زیاته کړه رمزی یوسف چې له دغې پېښې سره په ارتباط کښې ونیوے شو له ګلبدین حکمتیار سره یې ارتباط لرۀ خو اوس د امریکې په ملاتړ سره د ملګرو ملتو له تور لېسټه د ګلبدین د نوم وېستل کیږی  چې دې چارې د روسیې لپاره پوښتنه رابرسېره کړې ده.

دغه افغان کارپېژاندی وویل: ګلبدین حکمتیار له سیاسی نظره ثبات او ټینګتیا نه لری او همدا چاره د دې سبب شوې ده چې هیڅ یو هېواد په هغۀ اعتماد نه شی کولې او د هغه سیاسی ماضی هم د دغو مشکلاتو د راڅرګندېدو سبب شوې ده.

د مژده له نظره له ترهه ګرو ډلو په تېره بیا له داعش تکفیری ډلې څخه د حکمتیار ملاتړ د هغه په اړه روسیه هم اندېښمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه افغانستان ته د حکمتیار راتګ نه یوازې په دغه هېواد کښې د جنګ له ختمېدو سره څه مرسته نه شی کولې بلکه د افغانستان د ملی وحدت د حکومت کورنی مشلات نور هم زیاتوی.

----------