د افغانستان په لویدیځ کښې دوه سوه امریکائی ځواکونه ځاے پرځاے شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i37651-د_افغانستان_په_لویدیځ_کښې_دوه_سوه_امریکائی_ځواکونه_ځاے_پرځاے_شول
دوه سوه امریکائی فوځیان د امنیت د ټینګولو په بهانه د افغانستان په فراه ولایت کښې ځاے پرځاے شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 08, 2017 15:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لویدیځ کښې دوه سوه امریکائی ځواکونه ځاے پرځاے شول

دوه سوه امریکائی فوځیان د امنیت د ټینګولو په بهانه د افغانستان په فراه ولایت کښې ځاے پرځاے شول.

له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د پرتو نېټو ځواکونو مطبوعاتی دفتر په فراه ولایت کښې د دغو ځواکونو د ځاے پرځاےکېدو مقصد د امنیت ټینګښت او له افغان فوځی او امنیتی ځواکونوسره مرسته وبلله.

امریکائی چارواکو ویلی دی درې سوه امریکائی سمندری ځواکونه به د راتلونکی کال په پسرلی کښې په هلمند ولایت کښې هم ځاے پرځاے شی.

په اوس حال کښې تقریباً نهه زره اته سوه امریکائی ځواکونه په افغانستان کښې پراتۀ دی او ټاکلې شوې ده د باراک اوباما د ولسمشرۍ د دورې تر ختمېدو پورې د هغوی شمېر اته زره او څلور سوه ته راکم کړې شی.

دا په داسې حال کښې ده چې په افغانستان کښې د بهرنیو فوځیانو جنګی ماموریت په دوه زره څوارلسم کال کښې ختم شوے دے.

د افغانستان د ولسمی جرګۍ استازیو، شخصیتونو او خلقو په ځلونو له خپل هېواده د بهرنیو فوځیانو په وتلوتاکید کړے دے  او ویلی یې دی چې په دغه هېواد کښې امنیت به یوازې د بهرنیو ځواکونو په وتلوسره ټینګ شی.