افغانستان د نړۍ د ډېرو فاسدو هېوادونو له مقامه ووتۀ
د روڼتیا نړیوالې څارونکې ادارې په خپل ۲۰۱۶ کال په رپوټ کښې وویل، افغانستان د نړۍ د ډېرو فاسدو هېوادونو له مقامه راوتلے دے.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د روڼوالی د نړیوالې څارونکې ادارې لخوا په نړۍ کښې د فساد مطلب اخېستنې ترعنوان لاندې د دوه زره شپاړسم کال په رپوټ کښې افغانستان د څو پوړو په ختلو سره د نړۍ د ډېرو فاسدو هېوادونو له مقامه راوتلے دے.
افغانستان په دغه رپوټ کښې د یو سل شپږ اویا هېوادونو ترمېنځ د پینځلسو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په یوسل نهه شپېتم مقام کښې راغلے دے.
د روڼوالی د نړیوالې څارونکې ادارې د دوه زره شپاړسم کال په رپوټ کښې له افغانستانه وروسته لېبیا، سوډان، یمن، سوریه ، شمالی کوریا، جنوبی سوډان او سومالیه په ترتیب سره د دغه مقام وېش په ژوره کښې راځی.
دا په داسې حال کښې دی چې افغانستان په دوه زره دیارلسم کال کښې دویم ، په دوه زره څوارلسم کال کښې دریم او په دوه زره پینځلسم کال کښې له سومالیې او شمالی کوریا سره د نړی په ترټولو فاسدو هېوادونو کښې پېژندل شوے ؤ