دترهه ګرۍ ځالې له افغانستانه په بهر کې دی .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i39455-دترهه_ګرۍ_ځالې_له_افغانستانه_په_بهر_کې_دی_.
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان دولسمشر ویندوی محمد هارون چخانسوری نن په کابل کې په یوه خبری کنفرانس کې چې دکابل حکومت په رسنئ او اطلاعاتی چارو په مرکز کې ترسره شوی ، وویل ، ولسمشر اشرف غنی دفسادپه ضد چورلټ ژمن شوی او د اداری فضا په په ضد دمبارزې لپاره په یوه پریکنده مکانیزم پسې دی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jan 26, 2017 19:34 Asia/Kabul
  • دترهه ګرۍ ځالې له افغانستانه په بهر کې دی .

زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان دولسمشر ویندوی محمد هارون چخانسوری نن په کابل کې په یوه خبری کنفرانس کې چې دکابل حکومت په رسنئ او اطلاعاتی چارو په مرکز کې ترسره شوی ، وویل ، ولسمشر اشرف غنی دفسادپه ضد چورلټ ژمن شوی او د اداری فضا په په ضد دمبارزې لپاره په یوه پریکنده مکانیزم پسې دی .

  هغه وویل ،  دملیتدارکاتو دکمیشن  منظم رامینځةکیدل او  ترسره کیدا  د  اداری  فساد په  وړاندې   دافغانستان  دحکومت کلک هوډ نندارې ته وړاندې کوی . 

 دافغانستان  دولسمشر  ویندوی   روښانه کړې ، تراوسه پورې   داشرف  غنی په مشرۍ دملی تدارکاتو  ۸۳غونډې شوی دی  چې  په ډیرو تړونونو کې شفافیّت   ترسره شوی او  ۱۰۷شرکتونه    دافغانستان د  اداری او اقتصادی  فساد په تورلیسټ کې  شامل شوی دی .

 هغه ټینګار وکړ دافغانستان د عدالیې اوقضائی  مرکز له خوا  د اداری فساد  ۶۲پیچلی  دوسیې  سپړل شوی دی . چخانسوری  همداراز ټینګار کړی ،  دافغانستان حکومت   د دغه هیواد د قضائی  اورګانونو  په خپلواکۍ  اعتماد لری  او  ورته د احترام په سترګو کتلو سره ئې بشپړ ملاتړ کوی .

  هغه دغه راز وویل ، دافغان ولسمشر له نظره ،  د دغه هیواد سوله او امنیت  دقانون له اجرا کیدا او  دفساد له مینځّه وړلو  سره او همداراز  یوه  داسې حساب کتاب  د  مکانیزم   جوړیدا سره اړونده  دی چې  ټول حکومتی مرکزونه ،اورګانونه او همداراز هغه کسان  چې  په غیر  حکومتی موسسو کاې فعالیتونه کوی پکې شاملییږی .