له جرمني دافغان پناه غواړو دریمه ډله هم وویستل شوه
زمونږخبریال دطلوع نیوز چینل له قوله راپوروراکړ دجرمني چارواکو ویلی دي ، دجرمني په میونیخ ښارکې له هوائي ډګر سره نزدې کابو دوه نیم سوه افغان پناه غواړي غونډ شوي او د اعتراضیه غونډې په جوړولو سره ئې له دغه هیواده ویستلو سره کلک مخالفت وکړ .
راپورښئ دجرمني چارواکي وائي چې لږ ترلږه هغه اتلس افغان پناه غواړي چې د دغه هیواد دحکومت له خوا ئې دپناهندګۍ غوښتنې رد شوي ، په یوې الوتکې کې له جرمني کابل هوائي ډګر ته منتقل کړائ شوي دي .
افغان کډوال وائي افغانستان د ژوند لپاره امن هیواد نه دی او باید دغه هیواد ته پناه غواړی بیرته ونه لیږدول شي .
جرمني له دې مخکې هم په دوو الوتکو کې په لسګونو افغان پناه غواړي له جرمني ویستلي او خپل هیواد ته ئې بیرته ګرځولي دي .
د جرمني دغه اقدام په داسې حال کې دی چې د د غه هیواد صدراعظمه میرمن آنګلا مرکل دکډوالو د منلو او له هغو دملاتړ په سیاست په ځلونو ټينګار کړی دی
له دې سره په یووخت پریس ټي وي هم راپور ورکړی دجرمني د میونیخ په هوائي ډګر کې په پرون مازدیګر په سلګونو کسانو په غونډيدا او مظاهرې کولو سره دجرمني پر حکومت غږ کړی چې له دغه هیواده دې دافغان پناه غواړو دویستلو لړۍ ودروي . داپه داسې حال کې ډي چې دجرمني حکومت یوه مسوده تصویب کړی چې په هغې کې له دغه هیواده دپناغواړو دویستلو دبهیر پر چټک کولو ټينګار شوی دی .