حکمتیار د لغمان له والی سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i46214-حکمتیار_د_لغمان_له_والی_سره_وکتل
د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار له پخلاینې وروسته له لومړنی دولتی چارواکی سره وکتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2017 00:16 Asia/Kabul
  • حکمتیار د لغمان له والی سره وکتل

د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار له پخلاینې وروسته له لومړنی دولتی چارواکی سره وکتل.

د افغان رسنیو د راپور په اساس، د لغمان  د ولایتی ادارې  له  خبرپاڼې سره  سم، د  لغمان  والی  عبدالجبار نعیمی د حزب  اسلامی له  مشر تود  هرکلئ وکړ.

عبدالجبار نعیمی  د ولسمشر  د استازی  په  توګه  د حزب  اسلامی له مشر سره په کتنه کښې وویل: د ملی یووالی له حکومت سره د حزب اسلامی د سولې  د موافقې په  لاسلیک کیدو او د دې  پروسې  بریا  د  تلپاتې سولې لپاره  د میلیونونو جنګ ځپلو او ځوریدولو افغانانو هیلې  ژوندۍ کړې او په دې تمه  دی  چې  په  افغانستان  کښې جګړه بنده او د جګړې ټولې ښکیلې غاړې  د سولې  په  ټغر  راټول  شی.

د لغمان  والی همداراز  وویل:  د ملی  یووالی حکومت غیږ  ټولو هغو دولت ضدو  وسلوالو ډلو ته چې غواړی د سولې له روانې پروسې سره یو ځائ شی، پرانیستې ده.

نوموړی  د دولت  په  ټولو وسلوالو مخالفانو غږ  وکړ چې د حزب  اسلامی د سولې  لار  تعقیب  کړی  او  له دې پروسې سره پر یوځائ کیدو د هیواد په آبادۍ او  ټولو ملی  بهیرونو کښې  رغنده  رسالت  ترسره  او نور د وینې تویدنې  مخه  ونیسی.

د لغمان  ولایت  په  مطبوعاتی  خبرپاڼه کښې د حکمتیار او نعیمی د خبرو د نیټې او دغه راز  د حکمتیار د څرګندونو په اړه څه  نه  دی  ویل شوی. یوازې یادونه  شوې چې په دې کتنه کښې د حزب اسلامی امیر  ګلبدین حکمتیار هم په ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې او د هر اړخیزې ملګرتیا ډاډ یې څرګند کړ.