دفراه ولایت له بکواه او ګلستان ولسوالیوامنیتی پستې نوروسیموته منتقلیږی
دافغانستان د فراه ولایت دپوځ ویندوی نورالحق خالقی زمونږ خبریال سره په خبرو کې وویل ، د دغه هیواد په بکواه اوګلستان ولسوالیو کېبه ځینی امنیتی پستې نورو ناکرارو سیمو ته منتقلې شی .
په عین حال کې دفراه ولایت د ولایتی شورا مشرې جمیله امینی د امنیتی ځواک دغه اقدام بیړنی بللی او وئیلی ئې دی ، دګلستان او بکواه ولسوالیو بیلابیلې سیمې همدااوس په بشپړ ډول دطالبانو په نیواک کې دی .
هغه دفراه ولایت له امنیتی مسئولانو غوښتنی دی دامنیت دتامینیدا او ل وسله والو مخالفانو سره دمقابلې په دلیل دې دغه پستې منتقلې نه کړی .
په فراه ولایت کې دافغانستان دملی پوځ ویندوی هم ویلی دی ، فراه ولایت د افغانستان دیوې خورا ناکرارې سیمې په توګه دې ته اړتیا لری څو په دغو سیمو کې لازیات امنیتی ځواک دیره کړی او دفراه ولایت دامنیت په تامینولو کې دې دهڅه وکړی .
بکواه او ګلستان و لسوالۍ په تیرې یوې لسیزې کې تل د افغانستان دحکومتی ځواکونو او طالبانو ترمینځ دخونړیو نښتو ډګر دی .