د افغانستان حزب اسلامی د ملګرو ملتو بیانیې ته غبرګون وښود
May 28, 2017 07:10 Asia/Kabul
یوناما اعلان وکړ: ګڼ شمیر افغان ښاریز په کابل کښې د ملګرو ملتو د استازیتوب له دفتر څخه د لیکونو په ورلیږلو سره غواړی چې د حزب اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیار دې محاکمه کړائ شی.
د آوا د راپور په اساس، د دغه ګوند ویاند حشمت الله ارشد دغه اقدام د خاصو ډلګیو لخوا یوه دسیسه وبلله او ویې ویل: پکار ده یو بې پلوه عدالت جوړ شی او هر چا چې جنایت کړی، هغه ته دې سزا ورکړل شی.
د سره صلیب د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په داخلی جنګونو کښې پر کابل ښار د حکمتیار د حزب اسلامی ګوند په توغندویی بریدونو کښې تر یو زر اته سوه زیات کسان مړه او اته سوه نور ژوبل شوی وو.
ټیګونه