په افغانستان کښې د قدس نړیواله ورځ ونمانځل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i50642-په_افغانستان_کښې_د_قدس_نړیواله_ورځ_ونمانځل_شوه
د فلسطین له ولس څخه په ملاتړ او د قدس د غاصب رژیم په غندنه کښې په کابل کښې د قدس د نړیوالې ورځې مراسم نن د رمضان د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په موقع تر سختو امنیتی تدابیرو لاندې ترسره شول.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 23, 2017 11:22 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د قدس نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د فلسطین له ولس څخه په ملاتړ او د قدس د غاصب رژیم په غندنه کښې په کابل کښې د قدس د نړیوالې ورځې مراسم نن د رمضان د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په موقع تر سختو امنیتی تدابیرو لاندې ترسره شول.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د کابل ښار په سلګونو مسلمانو روژتیانو نن د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښار په الزهراء جومات کښې غونډه وکړه او د فلسطین له مظلومو خلقو څخه په ملاتړ کښې یې د شعارونو په ورکولو سره د صهیونېسټ غاصب رژیم د تېریو د ختمېدو غوښتنه وکړه.

افغان ښاریزو په داسې حالاتو کښې د کابل په الزهرا جومات کښې د قدس د نړیولې ورځې په مراسمو کښې  ګډون وکړ چې په دغه جومات کښې د تېرې هفتې د زیارت په ورځ  د ترهه ګرې حملې له کبله لږ تر لږ لس تنه مړۀ او ژوبل شول.

د افغانستان د اجتماعی کلتوری فعالیتونو مرکز تبیان عمومی مشر سید عیسی حسینی مزاری په دغو مراسمو کښې وویل: صهیونېسټ رژیم په نړۍ کښې د ناامنۍ او ترهه ګرۍ جرړه ده.

هغه د قدس نړیواله ورځ د اسلام په تاریخ کښې د امام خمینی (رح) یو یادګار وبله او وې ویل، په دې ننۍ ورځ د افغانستان سنی او شیعه مسلمانان د نړۍ له نورو ملتونو سره مل د غاصب صهیونېسټ رژیم د غندنې فریاد اوچتوی.

له دغو مراسمو وروسته د سلګونو افغان ښاریزو په شتون سره یو لړ نور مراسم په کابل کښې د افغانستان د نهضت اسلامی ګوند د دفتر په وړاندې وشول او ګډون کوونکو د مرده باد اسرائیل او مرده باد امریکه نعرې ووهلې.

 یو ستر سنی عالم او د افغانستان د نهضت اسلامی مشر محمد مهدی مفلح هم په خپله وېنا کښې د قدس نړیواله ورځ یو ستره اسلامی ورځ وبلله چې د افغانستان سنی او شیعه مسلمانان پکې په اتحاد سره ګډون کوی.

د هرات ښار مسلمانو روژتیانو هم د کابل له رژتیانو سره په یوخت په دغه ښار کښې د قدس د ورځې په شاندار لاریون کښې ګډون وکړ او د مرده باد اسرائیل او مرده باد امریکه نعرې یې ووهلې.