امریکا اواسرائیل په افغانستان کې په مذهبی او فرقه وی اختلافاتوپسې دی
دافغانستان ولس په دغه شان حالاتو کې باید هوښیار اوځیر ووسی ،ځکه دښمن دخلکو له یوه بله په لیرې ساتلو اوداختلافاتو په زیاتولو لپاره هلې ځلې کوی .
دافغانستان دسیاسی چارو یوه کارپوه هادی افشار پرن په کابل کې زمونږ له خبریال سره په خبرو کې په هرات کې په یوه جومات کې وروستۍ ترهه ګرې حملې ته په اشارې سره چې په لسګونو لمونځ ګوزار پکې شهیدان اوټپیان شوی ، زیاته کړې ،د دغه ډول یرغلونو موخه ، دمذهبی اختلافاتو رامینځةکول دی . یعنی هغه څه چې لویدیځوال په تیره بیا امریکا او اسرائیل ئې غواړی .
هغه ټینګار کړی ، دافغانستان ولس په دغه شان حالاتو کې باید هوښیار اوځیر ووسی ،ځکه دښمن دخلکو له یوه بله په لیرې ساتلو اوداختلافاتو په زیاتولو لپاره هلې ځلې کوی .
د دغه افغان کارپیژاندی په وینا، له حکومته دافغان ولس تمه دافغانستان دسولې اوثبات ټینګول ا ودامنیت تامینول دی چې تر دې دمه دافغانستان دملی وحدت حکومت پکې پاتې راغلی دی .