ځینی افغان چارواکی دې ناکراریو ته له لمن وهلو ډده وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i54428-ځینی_افغان_چارواکی_دې_ناکراریو_ته_له_لمن_وهلو_ډده_وکړی
دافغانستان د اسلامی جمیعت ګوند پرون مازدیګر دیوې اعلامیې په خپرولو سره د بلخ د والی په ضد د وروستیو تورونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی ځینی حکومتی چارواکی دې په دغه هیواد کې ناکراریو ته لمن نه وهی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 19, 2017 12:50 Asia/Kabul
  •   ځینی افغان چارواکی دې  ناکراریو ته له لمن وهلو ډده  وکړی

دافغانستان د اسلامی جمیعت ګوند پرون مازدیګر دیوې اعلامیې په خپرولو سره د بلخ د والی په ضد د وروستیو تورونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی ځینی حکومتی چارواکی دې په دغه هیواد کې ناکراریو ته لمن نه وهی .

تسنیم خبری آژانس  راپورورکړپه دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ،  ځینو بهیرونو او ډلو ټپلو  د دغه  ګوند  د مشرانو په ضد    خوی خوځښتونه پیل کړی دی چې ښې نتیجې به ونه لری، او  دافغانستان دجمیعت اسلامی ګوند مشران   په دغه هیواد کې دسولې اوامنیت پلویان دی څو  دحکومت اقتدار او  دملی وحدت  د رامینځةکیدا زمینه  برابره شی .

  په دغې اعلامیې کې ټینګار شوی دی ، د دغه هیواد حکومت  تراوسه پورې   د دغه ګوند قانونی اعتراضونو ته  څه خاص پام نه دی کړی او  دهغو په ضد  ددسیسو   ئې هم مخنیوی نه دی کړی .

  دبلخ ولایتی شورا دغړی   او دفساد په تورونو په بلخ  والی عطامحمد د نیوکه کونکی    آصف مهمند  له نیول کیدا  وروسته  ځینو بهیرونو  د اسلامی جمیعت  ګوند  داجرائی شورا مشر  ګرم بللی دی .