دافغانستان استازیو دامریکا دعسکرو دتلو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i62243-دافغانستان_استازیو_دامریکا_دعسکرو_دتلو_غوښتنه_وکړه
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دملی پارلمان یو شمیر غړیو پرون د پخوانی شوروی د حملې د اته دیرشمې۳۸) کلیزې په مناسبت د خپل هیواد له سیاسی مشرانو وغوښتل چې د امریکا او دناټو د پوځیانو د ایستلو زمینه برابره کړی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 30, 2017 04:53 Asia/Kabul
  • امریکا غواړي په افغانستان کښې جنګ نور هم اوږد کړي چې دغه هیواد خپلو هدفونوته ورسیږي .
    امریکا غواړي په افغانستان کښې جنګ نور هم اوږد کړي چې دغه هیواد خپلو هدفونوته ورسیږي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دملی پارلمان یو شمیر غړیو پرون د پخوانی شوروی د حملې د اته دیرشمې۳۸) کلیزې په مناسبت د خپل هیواد له سیاسی مشرانو وغوښتل چې د امریکا او دناټو د پوځیانو د ایستلو زمینه برابره کړی .

د افغانستان د ملی پارلمان غړیو په خپل هیواد کښې دامریکا دعسکرو شتون ته په اشارې سره وویل دهیواد  دخلک هیڅکله نه غواړی د بهرنیو پوځیانو په سیوری کښې ژوند وکړی .

د افغانستان دملی پارلمان دغو استازیو دغه راز د امریکا او دنورو بهرنیو عسکرو شتون په هیواد کښې  د جنګ ، ناامنۍ او د کړکیچ د دوام اصلی عامل وباله او ډاګینه یې کړه په افغانستان کښې د خارجی عسکرو شتون دخلکو لپاره هیڅ ګټه نلری او دامریکا پوځیان باید زر له هیواد څخه ووځی .

له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کښې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې د امریکا  او دناټو دغړیوهیوادونو دعسکرو شتون تراوسه ددغه هیواد د ملکی خلکو له وژل کیدا او د بیخ بنایانو له تباه کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .

امریکا اوس د پاکستان په مرستې سره د داعش ډلې فعالیتونه افغانستان ته غزولی دی او غواړی چې دداعش فعالیتونه د مرکزی اسیا هیوادونو ته پراخ کړی  چې د چین او د روسیې لپاره امنیتی  مشکلات رامینځته کړی .

امریکا له سعودی عربستان سره یوځاې دترهګرو ډلو په جوړولواو په وسلوسمبالولو ډیرې پیسې لګوی .

امریکا غواړی په افغانستان کښې جنګ نور هم اوږد کړی چې دغه هیواد خپلو هدفونوته ورسیږی .