دافغانستان د حزب اسلامی مشر په ایران تور ولګاوه
-
د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار دایران پرضد څرګندونې دخلکو ذهنیت دبلې خوا ته د اړولو لپاره هڅه ده .
زمونږخبریال وایی دافغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار پرون په کابل کښې په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې ایران له داعش ډلې په ملاتړ تورن کړ .
هغه ادعا وکړه چې ایران غواړی په افغانستان کښې هم دداعش ډلې لوبه ترسره کړی .
دګلبدین حکمتیار دغه له دروغو ډکه او چټی او بې بنسټه ادعا په داسې حال کښې ده چې دنړۍ ټولو خلکو ته په ښه ډول معلومه ده چې ایران دداعش په شمول د ټولو ترهګرو ډلو مخالف هیواد دی او یوازې هیواد ایران دی چې له ترهګرو ډلو سره یې په حقیقی معناجنګ اومبارزه کړی ده په داسې حال کښې چې امریکا ، سعودی عربستان، انګلستان، او نورو عربو هیوادونو له ترهګرو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې کړی دی چې اوس هم دوام لری .
ویل کیږی امریکا د پاکستان دجاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(ISI) په مرستې سره د افغانستان دحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د یوه پلان پراساس افغانستان ته بیولی دی چې هغه په دغه هیواد او دغه راز مرکزی اسیا هیوادونو ته د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخولو زمینه برابره کړی .
امریکا اوپاکستان په ګډه هڅه کوي چې له ګلبدین حکمتیار خخه په افغانستان کښې د ایران او د هندوستان دګټو پرضد استفاده وکړي .
امریکا غواړی چې د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار په وسیله په افغانستان کښې مذهبی او ژبنی اختلافات زیات کړی څرنګه چې اوس معلومه شوی ده افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار له ورتلو وروسته هلته په جوماتونو په تیره بیا دشیعه مسلمانانو په مذهبی ځایونو او جوماتونو ترهګرې حملې زیاتې شوی هم دی .
دغه راز د افغانستان دسیاسی چارو تکړه شناندی وحید مژده وویل د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار دایران پرضد څرګندونې دخلکو ذهنیت دبلې خوا ته د اړولو لپاره هڅه ده .
هغه وویل د افغانستان د حزب اسلامی ګوند له حکومت سره صلح کړی ده او ددغه ګوند ځینې غړی اوس له داعش ډلې سره یوځاې شوی دی .
دافغانستان نامتو شناند وحید مژده وویل ایران په سوریې او عراق کښې دداعش پرضد زیات ځانی او مالی تاوانونه زغملی ده او لیرې ښکاری چې له افغانستان سره په سرحد کښې دې له داعش ډلې سره مرسته کړی وې .
دافغانستان له حکومت سره دحزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار د صلحې دتړون په لاسلیک کیدا کښې یو(۱) شرط دا هم وو چې دبلخ والی عطامحمد نور به له قدرت څخه څنګ ته کوی ځکه چې هغه دافغانستان په شمال کښې د داعش ترهګرې ډلې له فعالیتونو سره سخت مخالف دی او مرکزی اسیا هیوادونو ته ددغه ډلې د ورتلو دمخنیوی هڅه یې هم کړی ده .
دافغانستان دبلخ والی عطا محمد نور اوس دامریکا او دګلبدین حکمتیار په غوښتنه او دباو سره له کاره لیرې کړی شوی دی .