دافغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې فساد شته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65623-دافغانستان_د_ولسمشرۍ_په_ماڼۍ_کښې_فساد_شته
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر د ویندوی مرستیال نجیب الله ازاد چې خپله استعفا یې وړاندې کړی ده د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د اداری ډلې ناسم کړچار ایشوا کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 15, 2018 05:25 Asia/Kabul
  • څو خاص کسان په دسیسې او ناسم کړچار سره د کابل دحکومت دهڅو د ناکامه کیدا سبب شوي دي .
    څو خاص کسان په دسیسې او ناسم کړچار سره د کابل دحکومت دهڅو د ناکامه کیدا سبب شوي دي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر د ویندوی مرستیال نجیب الله ازاد چې خپله استعفا یې وړاندې کړی ده د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د اداری ډلې ناسم کړچار ایشوا کړ .

هغه پرون وویل د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ د اداری ډلې څو خاص کسان په دسیسې او ناسم کړچار سره د کابل دحکومت دهڅو د ناکامه کیدا سبب شوی دی .

نجیب الله ازاد ددغه ډلې دکسانو هویت ته له اشارې پرته وویل ددغه ډلې ناسم کړچار سبب شوی دی چې د اصلاحاتو لپاره د افغانستان دحکومت بریاوې له ماتی سره مخ شی .

د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی د ویندوی مرستیال نجیب الله ازاد وویل دغه چاره سبب شوی ده چې زه له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړم ځکه چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ادارې ډلې دځینو کسانو ناسم کړچار زما لپاره د زغملو وړ نه دی .