دافغانستان دکورنیو چارو وزارت له ګودامه وسلې غلا شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72250-دافغانستان_دکورنیو_چارو_وزارت_له_ګودامه_وسلې_غلا_شوی
زمونږخبریال وایی دافغانستان یوې سرچینې د کورنیو چارو دوزارت له ګودام څخه د شپې په مهال د لیدو څو دروبینونو(Night Goggles) او د لسګونو میله وسلو د غلا کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 29, 2018 06:15 Asia/Kabul
  • د حکومتي عسکرو د وسلو خرڅول او اداري فساد د کابل دحکومت لپاره په امنیتي شخړې بدل شوي دي .
    د حکومتي عسکرو د وسلو خرڅول او اداري فساد د کابل دحکومت لپاره په امنیتي شخړې بدل شوي دي .

زمونږخبریال وایی دافغانستان یوې سرچینې د کورنیو چارو دوزارت له ګودام څخه د شپې په مهال د لیدو څو دروبینونو(Night Goggles) او د لسګونو میله وسلو د غلا کیدا خبر ورکړ .

دافغانستان طلوع ټیلی ویژن چینل ددغه خبر په اعلانولو سره راپور ورکړ په وسله والو مخالفینو د حکومتی عسکرو د وسلو خرڅول او اداری فساد د کابل دحکومت لپاره په امنیتی شخړې بدل شوی دی .

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دغه  موضوع ته په غبرګون وویل دغه وسلې د وروستوالی په دلیل له پولیسو راټولې کړې شوی وی خو د دغه وزارت له ګودام څخه غلا شوی دی .

دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب رادمنش وویل امنیتی ځواکونو دغه موضع تعقیب کړه او په دې ارتباط یې دولس(۱۲) کسان نیولی دی .

دافغانستان حکومت تراوسه نه دی توانیدلی په طالبانو د حکومتی عسکرو د جنګی مهماتو او دوسلو له خرڅولو سره دمبارزې لپاره اغیزشیندونکی لاره غوره کړی .

دافغانستان چارواکی وایی ډیر حکومتی عسکر او پولیس دامنیتی ځواکونو او دپوځ  دمهماتو او د وسلو له ګودامونو په غلا شویو وسلو سره وژل شوی دی .