متحده عربی امارات افغانستان ته پوځیان استوی
Jun 06, 2018 15:12 Asia/Kabul
-
متحده عربي اماراتو افغانستان ته دخپلو عسکرو داستولو وړاندیز کړی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دامریکا په مشرۍ دناټو تر څارنې لاندې په خپل هیواد کښې د متحده عربی اماراتو د ځواکونو له شتون او فعالیت سره موافقت وکړ .
دافغانستان دولسمشرۍ ماڼۍ نن وویل دملی امنیت شورا په غونډې کښې د روزنې په هدف افغانستان ته د عسکرو داستولو لپاره د متحده عربی اماراتو په وړاندیز بحث وشو او ورسره موافقت هم وشو .
دافغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د متحده عربی اماراتو د استول کیدونکو عسکرو شمیر او دهغوې نیټې ته کومه اشاره نه ده کړی .
په افغانستان کښې د ناټو او دامریکا دعسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن د لومړی ځل لپاره تیره میاشت ویلی وو متحده عربی اماراتو افغانستان ته دخپلو عسکرو داستولو وړاندیز کړی دی .
ټیګونه