په پارلیمانی انتخاباتوبه کابودوه لکه ۳۵زره څارونکی څارنه وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77304-په_پارلیمانی_انتخاباتوبه_کابودوه_لکه_۳۵زره_څارونکی_څارنه_وکړی
ټاکل شوې ده د افغانستان پارلیمانی انتخابات له درو کلونو ځنډه وروسته داکتوبر په شلمه نیټه ترسره کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 15, 2018 08:47 Asia/Kabul
  • په پارلیمانی انتخاباتوبه کابودوه لکه ۳۵زره څارونکی څارنه وکړی

ټاکل شوې ده د افغانستان پارلیمانی انتخابات له درو کلونو ځنډه وروسته داکتوبر په شلمه نیټه ترسره کیږی .

زمونږخبریال  دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  د افغانستان د انتخاباتو  دخپلواکه  کمیشن  ویندوی سید حفیظ الله هاشمی   وئیلی دی ، ممکنه ده د انتخاباتو دناظرانو شمیر  زیات شی ، ځکه  دوی   نن د اداری وخت تر ختمیدا پورې مهلت لری څو  له دغه  اورګانه د  څارنې کارتونه ترلاسه کړی.

   حفیظ ا.. هاشمی  همداراز زیاته کړې ،   د کاندیدانو د نامو دثبتونې دبهیر له هماغه پیلیدا راهسې  تر دې دمه  په درست افغانستان کې   کابو نهه انتخاباتی کاندیدان  دبم چاودنو او یا وسلوالو حملو کې  وژل شوی دی .

 هغه وئیلی دی ،  د افغانستان په دهنه  غوری ، یمګان ، وردوج،  کوهستانات ، خاک افغان ، نوزاد،موسی کلا،دیشو،ریګ خان نشین او بغران  ولسوالیو کې  انتخابات نه ترسره کیږی .

 دافغانستان په غزنی ولایت کې  هم  دسیاسی مخالفتونو په دلیل  انتخابات نه ترسره کیږی .

 ټاکل شوې ده د افغانستان پارلیمانی انتخابات   له درو کلونو ځنډه وروسته  داکتوبر په شلمه نیټه ترسره کیږی .