له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله :-
-
دافغانستان له هوايي حریم څخه ناوړه استفاده ، د شپې په مهال ړندې حملې او بمبارۍ د بهرنیو هیوادونو په تیره بیا دامریکا د عسکرو غوښتنې دي .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان دمشرانو جرګې اداری پلاوی وایی له دغه هیواد د امریکا د عسکرو د چټک وتلو په بڼه کښې به د قدرت خلا (تشه) رامینځته شی او دکابل حکومت به نسکور شی .
دافغانستان د سولې لوړې شورا هم د بهرنیو عسکرو د وتلو په اړه د طالبانو شرط ته په غبرګون کښې وایی که چیرې خارجی پوځیان له افغانستان څخه ووځی نو خلا به پیدا شی او ستر مشکلات به رامینځته شی .
مسله دا ده چې ولې دغه پوښتنه مطرح شوه ؟ عامل یې څه دی ؟ ددغه پیښې شاته څه هدفونه دی ؟
که چیرې ځواب دا وی چې دغه پوښتنه له امریکا سره دافغانستان په امنیتی تړون کښې له بیاکتنې یا د طالبانو له دغه غوښتنې سره چې بهرنی عسکر باید له هیواده وځی ارتباط لری نو په دې بڼه کښې یې معنا دا ده چې دامریکا او دناټو پوځیان د افغانستان له حکومت او ملت سره هیڅ ډول رسمی او اخلاقی تعامل نلری او نه هم ځانونه پاې بند او ژمن ګڼی .
امریکا او ناټو دافغانستان خلک په هغو ګوتو نیسې چې ژوبلې دی او ورباندې دباو راولی او غواړی چې باید دغه کړکیچ ته راضی ووسی .
دافغانستان له هوایی حریم څخه ناوړه استفاده ، د شپې په مهال ړندې حملې او بمبارۍ د بهرنیو هیوادونو په تیره بیا دامریکا د عسکرو غوښتنې دی چې هره ورځ په سلګونو میندې غمجنې کړی .
که چیرې امریکا د رول د لوبولو او د حالت دبدلولو د یوه غوښتلی متحد په توګه مطرح کیږی په دې بڼه کښې به دغه هیواد له افغانستان څخه خپل عسکر وباسی او د هیواد خلک به په خپل حال پریږدوی .
همدغه استدلال له امریکا سره دافغانستان دامنیتی تړون له لاسلیک کیدا مخکې هم د پخوانی حکومت په وخت کښې مطرح وو .
په هغه وخت کښې دامریکا چارواکو په ډیر مهارت سره د صفر د انتخاب په شعار یعنی له افغانستان څخه د خارجی عسکرو په کامل ډول د ایستلو شعار ورکړ او هغو کسانو چې دامریکا نوکران دی د افغانستان په پخوانی ولسمشر حامد کرزی نیوکه وکړه چې افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته تسلیموی او بهرنی دوستانه خپه کوی .
اوس که چیرې له څلورو(۴) کلونو وروسته دغه ضرورت په خپل ځاې شته چې دافغانستان برخلیک د بهرنیو ځواکونو له شتون سره تړلی دی نو معنا یې دا ده چې لس(۱۰) کاله وروسته به هم دغه استدلال په خپل ځاې وی چې د افغانستان خلک خپل هیواد د ناټو او دامریکا دهدفونو او دخپلو بدبختیو مرکز ومنی چې هره ورځ ووژل شی یا وځپل شی او له هرې خوا د افغانستان دخلکو سپکاوی وشی خو باید غلی کینی .
خو که چیرې دافغانستان خلک د ګډو ژمنو عملی کیدل غواړی نو په دې بڼه کښې به خارجی هیوادونه افغانان یوازې پرې ږدی لعنت دې وې په داډول ژمنو او تړونونو ولې د افغانستان خلک خپل وخت ضایع کړی ؟
په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو شتون د نورو هیوادونو لپاره د لاسوهنې زمینه برابره کړی ده .
همدغه خارجی عسکر چې دافغانستان د خلکو په وژلې او ځپلو بوخت دی مکمنه ده چې د ملی وحدت دحکومت لپاره یوازنۍ تکیه ووسی .
خو دخارجی عسکرو داډول شتون او دهغوې د جنایتونو دوام چې دافغانستان خلک څومره له بدبختۍ سره مخ کوی دهغو کسانو لپاره چې دامریکا د ډالرو په نشې اخته شوی دی د درک وړ نه دی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د۲۰۱۸ میلادی کال داکتوبر د میاشتې ۱۵ نیټه