افغان حکومت د جنرال رازق د قاتلانو موندلو ته بیخي جدي دی
(last modified Fri, 26 Oct 2018 03:15:53 GMT )
Oct 26, 2018 07:45 Asia/Kabul
  • افغان حکومت د جنرال رازق د قاتلانو موندلو ته بیخي جدي دی

د افغانستان د ملي يووالي د حکومت اجراييه رئیس کندهار ته د خپل سفر پر مهال وويل چي د جنرال عبدالرازق قاتلين معلوم دي او حکومت به د دې موضوع د څيړني دپاره له خورا جديت څخه کار واخلي .

ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د خپل دوهم مرستيال او ځينو نورو چارواکو سره يوځای د جنرال رازق د فاتحې دپاره کندهار ته تللی وو .

نوموړي د غمشريکۍ په غونډه کي د جنرال رازق د وژونکو د معلوموالي خبره وکړه. هغه که يې څه هم د چا يا کوم هيواد نوم ياد نه کړخو اشاره يې پاکستان ته وه .

عبدالله عبدالله خبر ورکړ چي افغان حکومت د دې موضوع د څيړني لپاره له جديت څخه کار اخلي او د پلټنو تر بشپړيدو وروسته به اصل قاتل په ګوته کړي او له ګريوانه به يې ونيسي .

عبدالله جنرال رازق د خلکو شهيد وباله او د هغه د کارنامو يادونه يې وکړه .

د جنرال رازق وژنې د نړۍ په کچه غبرګونونه پارولي دي او تر ډيره د هغه د وژنې شک پر امريکايي قوماندان سکارټ ميلر دی، خو افغان حکومت او ګڼ سياسيون د نوموړي په وژنه کښې د امريکايي قوماندان لاس درلودل ردوي او د پیښي پړه پر پاکستان وراچوي .

افغان ولسمشر غني هم کندهارته د خپل سفر پر مهال دا پېښه نړيواله دسیسه وبلله او په مستقيم ډول يې پاکستان ته ګوته ونيوله، خو پاکستان د افغان حکومت تورونه رد کړل او د بهرنيو چارو وزارت د وياند په خوله يې افغان حکومت ته خبر ورکړ چي د کورنيو ستونزو پړه دي پر پاکستان نه اچوي.

جنرال عبدالرازق د تيرې اونۍ په پنجشنبه د کندهار د والي په دفتر کي هغه وخت په نښه او ووژل شو کله چي يې تر يوې مهمي امنيتي غونډي وروسته امريکايي ميلمنو ته مخه ښه ويل.

په دې پېښه کي د کندهار د ملي امنيت ریيس هم ووژل شو او د کندهار والي په ګډون د افغان فوځ دوه لوړپوړي قوماندانان ټپيان شول.

 

ټیګونه