دافغانستان امنیتی حالت دبهرنیو عسکرو حالت ټاکی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77950-دافغانستان_امنیتی_حالت_دبهرنیو_عسکرو_حالت_ټاکی
زمونږ خبریال وایی د ناټو د مشر ینس اسټولټنبرګ چې په یوه(1) ناڅاپه سفر کابل ته رسیدلی دی د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره له کتنې وروسته له هغه سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل په افغانستان کښې دخارجی پوځیانو شتون د د دغه هیواد دحالت پراساس ټاکل کیږی نه دا چې د کومې معلومې نیټې پراساس .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 06, 2018 16:39 Asia/Kabul
  • دافغانستان دحکومتي عسکرو د مرګ ژوبلې زیاتیدا په دې خاطر دي چې دغه ځواکونه د امنیت دتامینولو مسولیت پرغاړه لري .
    دافغانستان دحکومتي عسکرو د مرګ ژوبلې زیاتیدا په دې خاطر دي چې دغه ځواکونه د امنیت دتامینولو مسولیت پرغاړه لري .

زمونږ خبریال وایی د ناټو د مشر ینس اسټولټنبرګ چې په یوه(1) ناڅاپه سفر کابل ته رسیدلی دی د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره له کتنې وروسته له هغه سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل په افغانستان کښې دخارجی پوځیانو شتون د د دغه هیواد دحالت پراساس ټاکل کیږی نه دا چې د کومې معلومې نیټې پراساس .

دناټو مشر وویل دنړۍ خلکو ته زمونږپیغام دا دی چې مونږ په افغانستان کښې یوو چې له ځان سره مرسته وکړو او اجازه نه ورکوو افغانستان د ترهګرو په امن ځاې بدل شی .

د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ دافغانستان د امنیتی ځواکونو زیاتو مرګ ژوبلو ته په اشارې سره وویل هر ډول مرګ ژوبله غمیزه ده او مونږ له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غواړو چې داسې لارې چارې غوره کړی چې په دغو وزارتونو کښې مرګ ژوبلې کمې شی .

دناټو مشر وویل دافغانستان دحکومتی عسکرو د مرګ ژوبلې زیاتیدا په دې خاطر ده چې دغه ځواکونه د امنیت دتامینولو مسولیت پرغاړه لری .

په دغه ګډ خبری کانفرنس کښې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل تر ۲۰۱۴ میلادی کال پورې په  افغانستان کښې د جنګ قربانیان دناټو عسکر او افسران وو خو له ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته چې دافغانستان  عسکرو د امنیت دتامینولو مسولیت پرغاړه واخیست  دا د هیواد  زړه ور امنیتی او دفاعی ځواکونه دی چې امنیت تامینوی .

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل مونږ چمتو یوو ملا برادر او د طالبانو بل زندانی چې له بنده خوشی کیږی په افغانستان کښې ومنو او زیاته یې کړه اصلی موضوع دا ده چې پاکستان باید دجنګ مخنیوی وکړی .

شناندی وایی په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو ماموریت په خپل یوه(۱) ترټولو سخت پړاو کښې دی .