دجګړو اوتاوتریخوالو یو لامل نبوی سیرت او لارښونوته پام نه کول دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78299-دجګړو_اوتاوتریخوالو_یو_لامل_نبوی_سیرت_او_لارښونوته_پام_نه_کول_دی
اشرف غنی وئیلی په افغانستان کې د جګړې د دوام یو لامل دا دی چې مونږ له نبوی سیرته سمه زده‌کړه نه‌ده کړې.که مونږ په‌خپل هېواد کې اوس‌مهال له جګړې او تاوتریخوالی سره مخ یو او ناامنۍ زمونږ له خلکو قربانی اخلی، ښځې او ماشومان مو له بېلابېلو اندېښنو سره مخ دی او یا زمونږ د پرمختګونو په وړاندې خنډونه موجود دی، دا ټول د دې ښودنه کوی چې موږ د پیغمبر (ص) له سیرته لازمې او اساسی زده‌کړه نه‌دی کړی،باید په‌خپلو زده‌کړو بیا کتنه وکړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2018 01:39 Asia/Kabul
  • دجګړو اوتاوتریخوالو یو لامل نبوی سیرت او لارښونوته پام نه کول دی

اشرف غنی وئیلی په افغانستان کې د جګړې د دوام یو لامل دا دی چې مونږ له نبوی سیرته سمه زده‌کړه نه‌ده کړې.که مونږ په‌خپل هېواد کې اوس‌مهال له جګړې او تاوتریخوالی سره مخ یو او ناامنۍ زمونږ له خلکو قربانی اخلی، ښځې او ماشومان مو له بېلابېلو اندېښنو سره مخ دی او یا زمونږ د پرمختګونو په وړاندې خنډونه موجود دی، دا ټول د دې ښودنه کوی چې موږ د پیغمبر (ص) له سیرته لازمې او اساسی زده‌کړه نه‌دی کړی،باید په‌خپلو زده‌کړو بیا کتنه وکړو.

زمونږخبریال له کابله رپور راکړ  دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی پرون  په ارګ کې د لسګونو دینی عالمانو په ټول کې د میلاد النبی په مناسبت   په درستورو کې وئیلی دی ، د حضرت محمد صلی ا....علیه واله وسلم له زوکړې سره نړۍ د جهالت له تیارو  نجات وموند.

هغه  وئیلی ، د خدای د رسول مبارزه د ناپوهۍ او تاوتریخوالی په وړاندې وه چې په پیروۍ سره‌یې هوسا ژوند کولای شو .

د ده په خبره، په افغانستان کې د جګړې د دوام یو لامل دا دی چې موږ له نبوی سیرته سمه زده‌کړه نه‌ده کړې.که مونږ په‌خپل هېواد کې اوس‌مهال له جګړې او تاوتریخوالی سره مخ یو او ناامنۍ زمونږ له خلکو قربانی اخلی، ښځې او ماشومان مو له بېلابېلو اندېښنو سره مخ دی او یا زمونږ د پرمختګونو په وړاندې خنډونه موجود دی، دا ټول د دې ښودنه کوی چې موږ د پیغمبر (ص) له سیرته لازمې او اساسی زده‌کړه نه‌دی کړی."باید په‌خپلو زده‌کړو بیا کتنه وکړو.

داپه داسې حال کې دی چې پرون ناوخته  دکابل په  اورانوس هوټل کې د  اسلام  دګران پیغمبر دنیکمرغه میلاد په مناسبت په جوړو دستورو کې په ځان  مرګی برید کې   کابو شپیته کسان شهیدان او څه دپاسه  نوی نور ټپیان شوی چې وئیل کیږی ممکنه ده د شهیدانو شمیر نوره هم زیات شی . 

Image Caption

 

دافغانستان  ولسمشر  دغه پیښه په سخته غندلې او وئیلی ئې دی ، چې  داسلام دښمنانو یو ځل بیا داسلام دګران پیغمبر  دنیکمرغه میلاد  په موقع هم  دمسلمانانو وینه  وبهوله  چې  دغه کرغیړن  کار له اسلام اوانسانیّت سره هیڅ اړه نه لری .  . وئیل کیږی  د کابل د دغې بوږنونکی پیښې  په ویر کې  په درست افغانستان کې نن  دویر  اوغم ورځ اعلان شوې ده .

Image Caption
Image Caption

 

 له دې سره په یووخت د ایران داسلامی جمهوریت  خارجه وزارت ویندوی  بهرام قاسمی دیوې خبرتیا په خپرولو سره   په دغې بوږنونکی غمیزې خواشینی ښودلې  او د افغانستان ملت او دقربانیانو له خپلوانو سره  ئې خواخوږی ښودلې او وئیلی دی ، داسلام دښمنانو یو ځل بیا  په ځیږ  اقدام سره  خپله سپیره څیره نندارې ته وړاندې کړې  خو د  افغانستان د مسلمانانو وحدت او یووالی هیڅکله هم په دغه شان کرغیړنو  اقداماتو سره  نشی خرابولی .