دوو وروستيو نامزدانو هم د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو لپاره نومونه وليکل
د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوم ليکنې بهير پرون په رسمي توګه پای ته ورسېد.د ولسمشريزو انتخاباتو له پاره پرون د ګډ حکومت د دواړو مشرانو په ګډون څلور تنو نوم ليکنه وکړه.
پرون د ډاکټر عبدالله او محمد اشرف غني سربيره شيدا محمد ابدالي او نور رحمان ليوال دوه هغه کسان وو چې تر ټولو وروسته يې د ولسمشريزو انتخاباتو له پاره نوم ليکنه وکړه او په همدې سره د ولسمشريزو انتخاباتو له پاره د نوم ليکنې بهير ختم شو.
په ولسمشريزو ټاکنو کې نور رحمان ليوال عبدالهادي ذوالحکمت د وړومبي مرستيال په توګه او محمد يحيی وياړ د خپل دویم مرستيال په توګه ټاکلي دي.
نور رحمان ليوال له نوم ليکنې وروسته وويل چې غواړي داسې يو نظام جوړ کړي چې په هغې کې ولس پياوړی شي.
همدا راز شيدا محمد ابدالي بصير سالنګي د وړومبي مرستيال او ذوالفقار اميد د خپل دويم مرستيال په توګه ټاکلي دي.
شيدا محمد ابدالي په خپلو خبرو کې وويل چې که واک ته ورسېد نو له ځان سره د افغانستان له پاره مهم پلانونه لري خو وې ويل چې سولې ته به تر هر څه زيات کار کوي او دا يې لومړيتوب دی.
د ولسمشريزو ټاکنو له پاره ټولو ۱۷ تنو نوماندانو نوم لیکنه کړې ده او دوی به په راتلونکو تاکنو کې له يو بل سره ارګ ته د لارې پيدا کولو له پاره سيالي کوي.
تر دې وړاندې نورالحق علومي، زلمي رسول، عبدالطیف پدرام، محمد حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، فرامرزتمنا، عنایت الله حفیظ، حکیم تورسن، ګلبدين حکمتيار، رحمت الله نبيل، ابراهيم الکوزی، ډاکټر عبدالله، محمد اشرف غني او احمد ولي مسعود هم د ولمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.