د صلحې له عملي کیدو وروسته افغانستان امریکې ته هیڅ ضرورت نه لري
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرايي مشر وویل چې هیواد یې د صلحې له ټینګښت وروسته د امریکې پوځي شتون ته هیڅ اړتیا نه لري.
عبدا... عبدا... پرون د سویټزرلینډ په داووس کښې د اقتصاد د نړیوالې ټولنې د غونډې په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې د افغانستان او امریکې ترمینځ د دائمي پوځي اډو په سره هیڅ موافقه نشته او که په افغانستان کښې صلحه راشي نو په دې هیواد کښې حتی د یو بهرني عسکر پاتې کیدو ته هم ضرورت نشته.
هغه حتی له صلحې وروسته په افغانستان کښې د امریکې د پوځي اډو د ساتلو په هکل د ځینو خبرونو په ردولو سره څرګنده کړه: په دې لړ کښې یا په افغانستان کښې د امریکې د نویو پوځي اډیو د جوړیدو په هکله هیڅ خبره نه ده شوې.
د ویلو ده چې عبدا... عبدا... د سویټزرلینډ په داووس کښې د اقتصاد په پنځه ورځنۍ نړیوالې غونډې کښې د ګډون لپاره پرون دغه هیواد ته تللی دی.