د امریکې مرستیال خارجه وزیر له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره وکتل
د افغانستان ولسمشر او اجرايي رییس د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال په کتنه کښې د افغانستان د حکومت او خلکو په مشرۍ له طالب ډلې سره د خبرواترو په کیدو ټینګار وکړ.
شفقنا خبري آژانس لیکلي چې د ارګ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر نن وویل: د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د مرکزي او سویلي آسیا په چارو کښې د امریکې د خارجه وزیر مرستیال اِلیس ویلز په کابل کښې په شوي ملاقات کښې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د صلحې د پروسې، د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د تیاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله خبرې اترې وکړې.
همداشان د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله هم په کابل کښې الیس ویلز په کتنه کښې د دغه هیواد د حلکو او حکومت لخوا د صحل ېد مذاکراتو د مشرۍ په اصل د ولاړې دائمي صلحې د راتلو په ضرورت ټینګار وکړ.
له اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره د امریکې د مرستیال خارجه وزیر ملاقات په داسې حال کښې دی چې د قطر په دوحه کښې د امریکې د طالب ډلې ترمینځ د وروستیو خبرواترو شپږ پړاؤنه بې له نتیجې پاې ته رسیدلي دي.