د افغانستان پر حکومت د کورنیو چارو وزیر د معرفۍ د ځنډولو په وجه نیوکه وشوه
Feb 05, 2019 07:39 Asia/Kabul
د افغانستان د سیاسي چارو ځینې کارپوهانو د کورنیو چارو د وزیر په معرفي کولو کښې د ځنډ په وجه د اشرف غني په حکومت باندې نیوکه وکړه.
د افغانستان د سیاسي مسایلو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت ولسي جرګې ته د کورنیو چارو د وزارت د کاندید په ورپیژندلو کښې ځنډ د دغه هیواد د ملي وحدت حکومت د اجرايي مشر او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمینځ د اختلافاتو په وجه وباله.
هغه زیاته کړه چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمینځ اختلاف سبب شوی چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سربیره ځینې نورې وزارتخانې هم د سرپرست له خوا اداره شي.