عبدالله عبدالله په کابل کښې د داعش پرونۍ حملې ته غبرګون وښود
(last modified Fri, 08 Mar 2019 02:52:16 GMT )
Mar 08, 2019 07:22 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله په کابل کښې د داعش پرونۍ حملې ته غبرګون وښود

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر په کابل کښې د دغه هیواد د وحدت اسلامي ګوند د ارواښار مشر عبدالعلي مزاري د شهادت د کلیزې په مراسمو باندې د داعش ترهګرې ډلې د حملې په غبرګون کښې وویل: دښمنان خپلو موخو ته نه شي رسیدلی.

ایرنا لیکلي چې عبدالله عبدالله پرون په خپل انټرنیټي اکاؤنټ کښې ولیکل: ترهګر په داشان بریدونو سره، په افغانستان کښې خپلو موخو ته نه شي رسیدلی او نه هم د خلکو په زړونو کښې ویره اچولی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني هم دغه حمله د ترهګرو یو بل جنایت وباله او ویې ویل: خلک به دا ترهګره حمله هیڅکله هیره نه کړي.

له بلې خوا د دغه ګوند اجرايي مشر عطاء محمد نور د کابل پرونۍ ترهګرې حملې ته په غبرګون کښې، د افغانستان حکومت د دې حملې مسئول وباله.

هغه پرون وویل: دا ترهګره حمله د صلحې او عدالت ګوند خلاف یوه پلان شوې دسیسه ده چې د افغانستان د حکومت کمزوري او بې کفایتي څرګندوي او ذمه وار یې هم په حکومت کښې دننه دی.

هغه د دې حملې په غندلو سره د افغانستان د حکومت له خوا د دغې موضوع د جدي تعقیب غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه