د پاکستان د وزیراعظم وروستيو خبرو په اړه د عبدالله عبدالله ردعمل
(last modified Sat, 30 Mar 2019 10:04:15 GMT )
Mar 30, 2019 14:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان د وزیراعظم وروستيو خبرو په اړه د عبدالله عبدالله ردعمل

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د پاکستان د وزیراعظم، عمران خان د افغان لنډمهالي حکومت په تړاو څرګندونو ته په ځواب کښې ویلي، د افغانستان برخلیک پخپله د افغانانو کار دے نه د نورو هېوادونو.

عبدالله زیاته کړه، افغانستان له هېڅ هېواده دا تمه نه لري چې خپل نفوذ پرې وکاروي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وائي، کابل کښې د عمران خان له وروستیو څرګندونوناسمه مطلب اخېستنه شوې ده.

په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره له هڅو سره سره، د کابل او اسلام اباد ترمنځ  تعلقات زيات کړکېچن شوي دي.

د افغانستان اجراییه ريیس، عبدالله عبدالله وويل:«پاکستان باید د تل لپاره دې نتيجې ته رسېدلی وي او ورسیږي چې د برخلیک ټاکل د افغانستان د خلقو حق دے، د هغو خلقو چې له نورو سره د صلحې غوښتونکي دي.»

دافغانستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان له څرګندونو وروسته، کابل کې د پاکستاني سفیر مرستیال احضار کړ او همدا ډول یې له اسلام اباد خپل سفیر کابل ته را وغوښت.

 

 

ټیګونه