ولسمشر اشرف غني د لوې جرګې د بایکاټولو په هکله له عبدالله عبدالله سره خبرې کوي
(last modified Mon, 15 Apr 2019 03:07:21 GMT )
Apr 15, 2019 07:37 Asia/Kabul
  • ولسمشر اشرف غني د لوې جرګې د بایکاټولو په هکله له عبدالله عبدالله سره خبرې کوي

د افغانستان د ولسمشر ویاند په لویه جرګه کښې د ګډون نه کولو په هکله د ملي وحدت د حکومت له اجرايي مشر سره د سلامشورې لپاره د ولسمشر اشرف غني د فیصلې خبر ورکړ.

محمد هارون چخانسوري وویل: سره له دې چې عبدا... عبدا... تراوسه په لویه جرګه کښې د ګډون نه کولو په هکله د افغانستان ولسمشر ته هیڅ ډول اندیښنه یا شکایت نه دی څرګند کړی، خو اشرف غني ورسره د ملاقات نیت لري.

عبدالله عبدالله پرون په یوه خبرپاڼه کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې د صلحې د مشورتي لوې جرګې لپاره هیڅ قانع کونکي وجوهات نشته، وویل چې په دغه غونډه کښې به ګډون ونه کړي.

د ویلو ده چې د مشورتي لوې جرګې درې ورځنی غونډه به د افغانستان د خلکو د دوه نیمو زرو استازو په شتون سره د اپریل په ۲۹ نیټه په کابل کښې پیل شي.

 

ټیګونه