اشرف غني او عبدالله عبدالله دې له قدرته څنګته شي
Apr 18, 2019 07:33 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو یوشمیر کاندیدان له قدرت څخه د دغه هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرايي مشر عبدالله عبدالله د څنګته کیدو غوښتونکي شول.
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو یوشمیر کاندیدانو د دغه هیواد د ملي وحدت د حکومتو د کاري پړاؤ ختمیدو ته په اشارې سره له قدرت څخه د دغه هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرايي مشر عبدالله عبدالله د څنګته کیدو غوښتنه وکړه.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یوولسو کاندیدانو پرون د دغه هیواد د اساسي قانون د ۶۱ مادې له مخې، د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې د دغه حکومت د مودې په پوره کیدو سره دې له حکومته څنګته شي.